افغانستان ته د نړېوالو پانګوالو لیوالتیا؛ کابل به د اماراتو د پانګوالو کنفرانس کوربه وي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره په داسې حال کې ولیدل چې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني هم شتون درلود.
اقتصادي معاونیت وايي، چې دې ناسته کې ښاغلي الکتبي ویلي، دوی غواړي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان لپاره پر هغو پروژو خبرې وشي، چې پر مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
نوموړي همداراز دې کتنه کې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ او د سړکونو جوړولو په برخه کې پانګونې ته د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړې ده.
بلخوا ملا برادر اخوند یاده کتنه کې ویلي، چې افغانستان له طبیعي سرچینو غني هېواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې په دې زېرمو کې پانګونه جذب او پر مټ یې هېواد پر ځان بسیا کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د متحده عربي اماراتو پانګوال کولی شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د بهرنیو پانګوالو له لوري افغانستان کې د پانګونې لیوالتیا بې سارې ډېره شوې ده، چې تازه د یوه چینايي پانګوال له لوري افغانستان کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د موټرو تولید فابریکې د جوړونې لیوالتیا خبر ورکړل شو.