چینایي پانګوال افغانستان کې د موټرو جوړولو په صنعت پانګونه کوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، یو چینايي پانګوال غواړي افغانستان کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د موټرو د تولید کارخونه جوړه کړي.
د چین «ډونګ فنګ ادی موټورز» شرکت مسئولینو دغه موضوع د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد سره کتنه کې مطرح کړې.
د یادو پانګوالو په خبره دغه پروژه به د درېیو کلونو موده کې په څلور فازونو کې عملي شي، چې د تېز رفتاره موټرو سربېره باروړونکي موټر او امبولانس هم تولید کړي.
په ورته مهال ښاغلي زاهد ویلي، اسلامي امارت له دغې طرحې ملاتړ کوي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت به یې د اجرا کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې ده، تر دې وړاندې د نړۍ ګڼو پانګوالو د بېلابېلو دلایلو له کبله افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا نه درلوده، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته اوس افغانستان ته راغلي او په بېلابېلو برخو کې یې سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې.