تېر کال بهر ته د ۶۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه صادره شوې

تېر کال بهر ته د ۶۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه صادره شوې سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د ۶۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۶۶ ټنه وچه او تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې.

یاد معاونیت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، زیاته مېوه پاکستان، هند، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ازبکستان ته صادره شوې.

بادام، انځر، انګور، چهار مغز، ممیز، مڼې، جلغوزه، زردالو، الوبخارا او انار هغه مېوې دي، چې بهر ته صادرې شوې دي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت تېرو درېیو کلونو کې هڅه کړې، چې بهرنیو بازارونو ته د هېواد صادارت زیات کړي او له هېواده بهر د کورنیو محصولاتو لپاره د پلور بازار پیدا کړي.

تړلي موضوعات