پر اوکرایین د روسیې لخوا تازه بریدونو کې نږدې ۸۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
رویټرز خبري اژانس وايي، په پلازمېنه کیف د روسیې توغندیو او ډرون بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
اژانس وايي، بریدونه په سیمه ییز وخت بېګاه شپه شوي دي.
د اوکراین بېړنیو خدماتو ادارې رویټرز اژانس ته ویلي، بریدونو کې په نښه شوې ودانۍ ویجاړې شوي او خلک تر خاورو لاندې دي.
راپور کې د یادې ادارې په حواله زیاته شوې، چې تر کنډوالو لاندې د خلکو د لټون چارې روانې دي.
دغه بریدونه وروسته له هغې شوې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ملکي زېربناوو بریدونو مخنیوي لپاره له اوکرایین سره مستقیمو مذاکراتو ته چمتوالی وښود.