ترکیه کې د زلزلې له امله ۱۵۰ تنه ټپیان شوي

ترکیه کې د زلزلې له امله ۱۵۰ تنه ټپیان شوي نړۍ
ترکیه کې د تېري ورځې زلزلې له کبله رامنځته شوي زیانونه

د ترکیې د ناورین او بېړني حالت ادارې (AFAD) ویلي، زلزله پرون غرمه په سیمه ییز وخت ۱۲ بجو شوې.

سکای نیوز په خپل راپور کې د ترکي چارواکو په حواله وايي، د ترکیې استانبول کې د ۶ اعشاریه ۲ رېښتر په کچه زلزله شوې، چې له امله یې ۱۵۰ تنه ټپیان شوي.

سرچینې ویلي، د زلزلې مرکز استانبول جنوب لویدیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې و او په دغه ښار کې په دې وروستیو کلونو کې دا تر ټولو قوي بلل شوې.

راپور کې راغلي، دغه ښار کې ۱۶ میلیونه وګړي ژوند کوي او په مهال یې څو نورې زلزلې هم احساس شوې دي.

د استانبول والي دفتر په یوه بیان کې ویلي، د زلزلې پر وخت خلک له ودانیو څخه د تېښتې په مهال ټپیان شوي او دا مهال روغتونونو کې دي.

د یادونې وړ ده، چې ترکیه یو له هغو هېوادونو څخه ده، چې قوي زلزلې په کې رامنځته کېږي او درانه مالي او ځاني زیانونه اړوي.

تړلي موضوعات