نږدې وخت کې د کابل او استانې ترمنځ هوایي دهېلز فعالېږي

نږدې وخت کې د کابل او استانې ترمنځ هوایي دهېلز فعالېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د قزقستان لومړي وزیر مرستیال ټرانسپورټ وزیر سره کتنه کې

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله اخندزاده سره کتنه کې د ټرانسپورټي او ټرانزېټي اړیکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اسانتیاوو او افغان موټر چلوونکو ته د وېزو په ورکولو خبرې کړې دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي، دې کتنه کې سریک ژومانګارین د کابل او استانې ترمنځ د هوایي دهلېز فعالېدو لپاره د چمتووالي او همکارۍ ډاډ ورکړی.

ها خوا د ټرانسپورټ وزیر ویلي، افغانستان او قزاقستان د یو او بل په پرمختګ او همکارۍ کې ټینګه اراده لري، چې ښې پایلې به هم ولري.

د یادونې ده، چې افغانستان له ګڼو هېوادونو سره د هوایي دهلېزونو له لارې هم راکړه ورکړه لري، چې د هېواد په اقتصادي وده کې ښه رول لري.

تړلي موضوعات