د اسرائیلو نني پرلپسې بریدونه؛ د غزې لسګونو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې د نن چهارشنبې له سهار راهیسې د غزې په شمال او جنوب برخو کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۲۸ فلسطیني شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي.
رویټرز خبري اژانس د غزې ننیو بریدونو په اړه لیکلي، د اسرائیلو هوایي بریدونو په مهال د غزې شمال کې هغه بې ځایه شوې کورنۍ په نښه شوې چې ښوونځي ته یې پنا وړې وه.
اژانس وايي، دغه برید د طوفه سیمې په یافا ښوونځي شوی، چې په مهال یې درسي ټولګیو او د بې ځایه شویو ولاړو خېمو اور اخیستی او له امله یې لس تنه شهیدان شوي.
روغتیا پالانو اژانس ته ویلي، په یوه بل جلا برید کې بیا د ماشومانو روغتون هم په نښه شوی او ګڼو کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړی.
په ورته مهال غزه کې د روغتیا وزارت د ماشومانو په روغتون برید غندلی او زیاته کړې یې ده، چې ماشومانو لپاره د وقف شویو طبي تاسیساتو په نښه کول د ملکي وګړو لپاره د سزا ورکول دي.
دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې تر دې وړاندې روغتیا پالانو ویلي و، چې د اسرائیلو د بندیز له امله د غزې روغتیا سیسټم سقوط ته نږدې شوی دی.