اسرائيل د پوځیانو له کمښت سره مخ دي؛ غزه کې یوازې د ګولان لوا زرګونه پوځيان مړه او ټپیان دي
اسرائيلي ورځپاڼې «هارتس» راپور ورکړی، چې د اسرائيلي پوځ د ځانګړو جنګي واحدونو له ډلې يوازې ګولاني لوا، چې د پوځ له جوړېدو راهيسې يې په ډېرو جګړو کې برخه اخيستې، د غزې پر تړانګه د صهيونستي رژيم لخوا د جګړې له پيله تر دې دمه يې ۱۱۴ سرتېري او افسران وژل شوي او زرګونه نور يې ټپيان شوي دي.
هارتس د پوځي سرچينو له قوله ويلي، چې د اسرائيلي پوځ سرتېرو کې د سخت فشار، بې شمېره تلفاتو او دروند بار له امله د ستړيا حالت تر سترګو کېږي.
يادې ورځپاڼې ته يوه اسرائيلي سرتېري ويلي، دا لوا په تېر يو نيم کال کې نه ده توانېدلې چې په سم ډول په غزې تړانګه کې جګړه رهبري کړي.
بلخوا لسګونو هغو سرتېرو چې د ګولاني په لوا کې يې دنده ترسره کړې، څو ورځې مخکې يوه عريضه لاسليک کړې وه، چې غوښتنه پکې شوې وه غزه کې اسرائيلي بنديان دې ازاد شي، که څه هم د جګړې په درولو تمامه شي، دې کار په اسرائيلو کې پراخ غبرګونونه را وپارول او د جګړې پر وړاندې مخالف دريځ يې پياوړی کړی چې له مخې يې زرګونه تنو عسکرو د جګړې درولو عریضه لاسليک کړه.
همداراز د اسرائيل د پوځ راډيو د اسرائيلي افسرانو له خولې راپور ورکړی چې يوازې ۶۰ سلنه احتياطي سرتېري اوس هم په غزه کې د پوځي خدمت ترسره کولو لپاره د مشرتابه امر ته ژمن پاتې دي او پاتې نور یې د جګړې لیکو ته تګ څخه ډډه کوي.
يادې راډيو زياته کړې چې دا سلنه، چې ميداني افسرانو څرګنده کړې، د هغې سروې سره تضاد لري چې پوځ اعلان کړې وه او دا سلنه ۸۵ ښودلې وه.
د دې ترڅنګ تېره يکشنبه اسرائيلي رسنيو راپور ورکړی و، چې د سرتېرو د کمښت له امله پوځ داسې سرتېري غزې ته لېږلي چې لا يې روزنه نه ده بشپړه کړې.
د اسرائيلو د رسنيو ادارې ويلي: (( د سرتېرو د کمښت له امله، له څلورو مياشتو راهيسې د ګولاني او غفعاتي دواړو لواوو سرتېري، چې د ځانګړو ځواکونو له ډلې دي، په داسې حال کې غزې تراړې ته د جګړې ليکو ته استول شوي چې لا يې روزنه نه ده بشپړه شوې.»
له دې مخکې د يديعوت آحرونوت ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د پوځ مشر «ايال زامير» لومړي وزير «بنيامين نتنياهو» او د هغه حکومت ته ويلي چې «د سرتېرو کمښت ښايي د پوځ له خوا د سياسي مشرانو د اهدافو او پلانونو د پوره کولو وړتيا محدوده کړي».