ټرمپ له یوې بلې پرېکړې په شا شو؛ پر چین لګېدلې تعرفې را ټیټوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د چین پر وارداتي توکو د دوی له لوري لګېدلې ۱۴۵ سلنه تعرفې به را ټیټې کړي.
ګارډین برېټانیايي ورځپاڼې ویلي، ټرمپ دغه خبره پرون سه شنبه سپینه ماڼۍ کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړه او ویې ویل، چې پر چین د امریکا لخوا لګېدلې تعرفې به په پراخه کچه راټیټې شي خو صفر ته به ونه رسيږي.
ټرمپ له خپلې پرېکړې وروسته له هغې په شا شوی، چې بیجینګ غچ اخیستنې ته مخه کړه او په مهال یې د امریکا په وارداتي توکو ۱۲۵ سلنه تعرفې ولګولې.
ټرمپ واک ته په رسېدو په ګڼو هېوادونو تعرفې ولګولې، چې له امله یې د ونډو بازار ټکنی او د واشنګټن په ګډون د نړۍ په ګڼو بازارونو کې نرخونه لوړ شول.
راپور کې راغلي، سره له دې ټرمپ تر دې وړاندې په خپلو پرېکړو کلک ټېنګار کاوه خو پرون یې ویلي، چې وروسته له دې به له چین سره ښه وي او د بیجینګ له ولسمشر سره به سخته لوبه ونه کړي.
سرچینه زیاتوي، بیجینګ په رسمي ډول تر اوسه د ټرمپ دې خبر ته ځواب نه دی ورکړی، خو په چینايي ټولنیزو پلټ فارمونو کې د ټرمپ دغه څرګندونې د ده ماتې بلل شوې.