د اور لمبو زرګونه امریکایان د کورونو پرېښودو ته اړ کړل

د اور لمبو زرګونه امریکایان د کورونو پرېښودو ته اړ کړل نړۍ
د امریکا لاس انجلس وروسته نیو جرسي کې د اور لمبې تازه شوې

د امریکا نیو جرسي په ځنګلونو کې د اورلګېدو له امله د ۳ زرو څخه زیات کسان له سیمې تښتېدلي او ۱۳۰۰ کورونه د سوځېدو له ګواښ سره مخ دي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د اور وژنې ادارې په حواله ویلي، اور پرون سه شنبه په اوشن کانټي سیمه کې لګېدلی او وروسته له غرمې نږدې ۹ زره جریبه ځمکې ته خپور شوی.

راپور کې راغلي لګېدلی اور د سې شنبې تر ماښامه یواځې لس سلنه مهار شوی دی.

دغې ادارې امریکايي رسنیو ته تائید کړې، چې د اور لګېدنې له امله لویې لارې د تګ راتګ په مخ تړل شوې او ۳۴ کیلومتره مربع ځمکه یې سوځولې.

تر اوسه د اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی، خو پر شاوخوا ۲۶ زره کسانو برېښنا پرې شوې ده.

تړلي موضوعات