د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د ا.ا له حاکمیت وروسته قزاقستان سره سوداګري ۳۲ سلنه زیاته شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغان ـ قزاق ګډ نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې ویلي، د اسلامي امارت تر بیا حاکمیت وروسته د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی.
ښاغلي عزیزي ټینګار کړی، افغانستان له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو ته ژمن دی او هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
بلخوا د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال په همدې مراسمو کې ویلي، هېواد یې له پرمختللي او خپلواکه افغانستان څخه ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې د کابل او آستانې ترمنځ اړیکې، په ځانګړي ډول اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا زیاتې او پیاوړې شي.
نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې قزاقستان چمتو دی له افغانستان سره په رېل پټلۍ، ټرانسپورټ، لوژستیک، کرنې، ټکنالوژۍ، کانونو، روغتیا او نورو برخو کې همکاري وکړي.