د اسلامي امارت مشرتابه: کفارو تر نظامي ماتې وروسته تبلیغاتي جګړه پیل کړې

د اسلامي امارت مشرتابه: کفارو تر نظامي ماتې وروسته تبلیغاتي جګړه پیل کړې افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

د اسلامي امارت زعیم شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده کندهار پوهنتون کې د اسلامي ثقافت د تدریس، ارزښت او اغېزې کنفرانس کې ویلي، کفارو افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیغاتي جګړه پیل کړې.

د اسلامي امارت مشرتابه ویلي، د دغې تبلیغاتي جګړې پر وړاندې باید په ګډه او همغږۍ مبارزه وکړئ.

د لوړو زده کړو وزارت په نوښت د کندهار پوهنتون په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون له لوري دغه څلور ورځنی کنفرانس دایر شوی، چې د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادانو په کې ګډون کړي. 

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت زعیم تل خپلو ویناوو کې د اسلامي شریعت په بشپړ تطبیق او د مسلمانانو پر يووالي ټینګار کوي او د غربي لومو او تبلیغاتو پر وړاندې د بېدارۍ غږ پر مسلمانانو کوي. 

تړلي موضوعات