د امریکا کورني امنیت له وزیرې غلا شوې

د امریکا کورني امنیت له وزیرې غلا شوې نړۍ
انځور ارشیف

امریکا کې د امنیتي ادارو چارواکو تائید کړې، چې د دغه هېواد کورني امنیت له وزیرې «کریسټي نویم» څخه په یوه رسټورانټ کې غلا شوې ده.

اسوشتېد پرېس خبري اژانس په نني راپور کې ویلي، له نوموړې د یکشنبې په شپه د ډوډوۍ خوړلو په مهال د واشنګټن ډي سي په یوه هوټل کې د پیسو لاسي بکس غلا شوی.

سرچینه وايي، امنیتي چارواکو ورته د یادې پېښې په اړه يوه برېښنالیک کې ویلي، چې نوموړې په ورک شوي بکس کې د خپلو ماشومانو د ډالۍ لپاره نغدې پیسې وړې وې.

سي اېن اېن ټلویزیون د دغې پېښې په تړاو ويلي، د واشنګټن کپیټل برګر رسټورانټ امنیتي کمرو څخه ترلاسه شویو ويډیو کې لیدل کیږي، چې شکمن کس چې ماسک یې په مخ او سپین پوستی دی له بیک سره وتلی.

راپور کې راغلي، دغه کس د امریکا کورني امنیت له وزیرې څخه شاوخوا ۳ زره ډالر، پاسپورت او څه اندازه نور اسناد او  توکي غلا کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې امریکا کې د وسلوالو بریدونو تر څنګ غلاوې هم زیاتې شوې دي، چې امنیتي چارواکي هم نه دي خوندي.

تړلي موضوعات