غزه کې مرستندویه بنسټونه: فلسطیني ماشومان ټوله ورځ په نیمه ګېډه تېروي

غزه کې مرستندویه بنسټونه: فلسطیني ماشومان ټوله ورځ په نیمه ګېډه تېروي نړۍ
دغزې ماشومان د ډوډۍ پیدا کولو په لټه کې

الجزیرې انګلېش د غزې په تړانګه کې د ۱۲ لویو مرستندویه ډلو مشرانو له قوله خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلو پراخو بریدونو د ټولو خیریه بنسټونو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې، چې له امله یې د غزې ماشومان د ورځې له یو په کم وخت خوراک ژوند تېروي.

د سرچېنې له قوله، پر مرستندویه بنسټونو او ادارو د اسرائیلو هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله شاوخوا ۹۵ سلنه د خیر ښېګڼې ادارو خدمات ځنډېدلي او یا هم په غوڅ ډول بند شوي دي.

سرچینې د دغه ۱۲ مرستندویه بنسټونو د ګډې اعلامیې له قوله ویلي، غزه کې د بشري مرستو سیسټم د اسرائیلو د ۱۸ میاشتو پوځي عملیاتو او تېره میاشت د بشپړې کلابندۍ له امله له سقوط سره مخ دی.

راپور کې د آکسفام نړیوال مرستندویه بنسټ د پالیسۍ مشرې بوشرا خالدي له قوله راغلي، چې ماشومانو ته د ورځې یو وخت پوره خوراک نه رسېږي، چې له امله یې د خوارځواکۍ او قحطي پېښې حتمي دي.

وروسته له هغې چې اسرائیل په زور د غزې په لاندې کولو کې پاتې راغلل، نو تر ټولو وروستی اقدام یې بیا پر عامو خلکو د لارو تړل دي، څو له دې لارې پر حماس جهادي غورځنګ فشار راولي.

تړلي موضوعات