ایران او امریکا په ځینو مهمو اهدافو او موضوعاتو هوکړه کړې

ایران او امریکا په ځینو مهمو اهدافو او موضوعاتو هوکړه کړې نړۍ
د ایران او امریکایي پلاوو ترمنځ دویم پړاو خبرې

المیادین رسنۍ ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دوهم پړاو کې د پام وړ پرمختګ شوی او راتلونکې اونۍ به بیا خبرې اترې وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په خپله وینا کې له امریکايي استازي سره خبرې اترې، چې څلور ساعته یې دوام کړی ویلي، په ځینو مهمو چوکاټونو او اهدافو تفاهم شوی او د خبرو اترو پر دوام موافقه شوې.

عراقچي زیاته کړې، چې د متخصصینو په کچه تخنیکي خبرې اترې به راتلونکې چهارشنبه د عمان په سلطنت کې پیل شي، څو د جزئیاتو په اړه بحث وشي او د پایلو د ارزونې لپاره راتلونکې شنبه د سیاسي کچې یوه غونډه په عمان کې جوړیږي.

د امریکا ویب پاڼې اکسیوس د امریکا د دریځ په اړه راپور کې ویلي، واشنګټن موافقه کړې چې د ایران په خاوره کې د سوله ایزو موخو لپاره د یورانیمو غني کولو ته تر ۳.۶۷ سلنه کچې پورې اجازه ورکړي.

په ورته مهال بلومبرګ رسنۍ ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ ناسته کې د خبرو اترو فضا مثبته وه.

تړلي موضوعات