امریکا هغه افغانان چې عیسیویت یې هم منلی له دې هېواده باسي

امریکا هغه افغانان چې عیسیویت یې هم منلی له دې هېواده باسي نړۍ
انځور ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ عیسویت منلي افغانان چې دا مهال په امریکا کې مېشت دي له دې هېواده باسي.

له امریکا د افغانانو وېستلو پرېکړه وروسته له هغه جدي شوه، چې د امریکا کورني امنیت وزارت (DHS)، د اپرېل په لسمه په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې بشري حقونو پورې تړلې ازادي د افغانانو لپاره پای ته رسوي او له افغان کډوالو یې غوښتي و، چې په راتلونکو څو ورځو کې له امریکا څخه ووځي.

فاکس نیوز د راپور په بنسټ، د امریکا یو شمېر مذهبي مشرانو له ټرمپ څخه د دې پرېکړې مخنیوی غوښتی دی.

راپور کې د هغو اسنادو له مخې چې سرچینې موندلي وايي، ټرمپ د هغو زرګونو افغان کډوالو سربېره سلګونه هغه افغانان هم وباسي، چې د اسنادو په خاطر یې عیسویت منلی.

د سرچینې په خبره، په امريکا کې هغه افغان کډوال، چې افغانستان کې د امريکا له اشغال پای ته رسېدو وروسته عيسويت ته اوښتي وو، دا مهال له امریکا څخه د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

شنونکي په دې باور دي، چې امریکا د تاریخ په اوږدو کې تل له خپلو ګڼو همکارو مسلمانانو ناوړه ګټه پورته کړې چې هدف ته له رسېدو یا ناکامۍ وروسته د وخت په تېرېدو بیا خپلو ملاتړو ته ژمن نه دي پاتې شوي.

تړلي موضوعات