کونړ کې د جوماتونو سوځولو په تور پنځه تنه نیول شوي

کونړ کې د جوماتونو سوځولو په تور پنځه تنه نیول شوي افغانستان
کونړ کې نیول شوي کسان

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د وژنو، غلا، ناقانونه وسلو لرلو او جوماتونو سوځولو په تور ۱۷ تنه نیولي دي.

وزارت زیاته کړې، چې په نیول شویو کسانو کې یې پنځه تنه په کونړ ولایت کې جوماتونو د سوځولو او مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیولي دي.

د یاد وزارت په خبره، د نیول شوو کسانو له ډلې یې پاتې نور په کاپیسا، تخار، بلخ، کندهار، غزني، کندوز، اروزګان او هرات ولایتونو کې د قتل، غلا او ناقانونه وسلو پلورلو په تور امنیتي ځواکونو نیولي دي.

تړلي موضوعات