چارواکي د معاملاتو دفترونو ته: راستانه شویو کډوالو څخه د کورونو کرایې کمېشن مه اخلئ

چارواکي د معاملاتو دفترونو ته: راستانه شویو کډوالو څخه د کورونو کرایې کمېشن مه اخلئ افغانستان
د عدلیې وزارت ودانۍ

د عدلیې وزارت مسؤلینو د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته ویلي، چې راستانه شویو کډوالو ته د کورونو کرایې کولو پر مهال کمېشن مه اخلئ.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې همدارنګه د معاملاتو لارښوونې دفترونو مسؤلینو څخه غوښتي، چې راستانه شویو هېوادوالو ته د کرایې د اصلي بیې خلاف په لوړه بیه کورونو په کرایه ورکولو څخه ډډه وکړي.
عدلیې وزارت د دې تر څنګ د کورونو پر مالکانو هم غږ کړی، چې کډوالو سره همکارۍ په موخه د کورونو کرایې مناسبې او بیې یې کمې کړئ.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې ګڼو هېوادوالو او تازه راستانه شویو افغانانو د کورونو له لوړې بیې کرایې څخه شکایت کاوه.

تړلي موضوعات