د غـزې ضد جګړه کې نه ګـډون؛ ټرمپ د هارورډ پوهنتون ۲.۲ میلیارد ډالر مرسته کنګل کړې
د امريکا حکومت وروسته له هغه هارورډ پوهنتون ته د ۲.۲ میليارد ډالرو د مرستې له کنګل کولو خبر ورکړ، چې دې پوهنتون ورسره د غزې په ضد جګړه کې له ګډونه انکار وکړ.
د ټرمپ ادارې په ورته وخت کې له امريکا څخه د ټولو هغو محصلينو او پوهانو د شړلو پرېکړه هم کړې ده، چې د غزې په ننګه يا د اسرائيلي اشغال په ضد يې کومه خبره يا فعاليت کړی وي.
د يهودو ضد فعاليتونو سره د مبارزې لپاره د ټرمپ له لوري جوړ شوي کاري ځواک څرګنده کړې ده، چې: «د ۲.۲ میليارد ډالرو د هغې مرستې د کنګل کولو پرېکړه شوې، چې ټاکل شوې وه دا پوهنتون يې د څو کلونو په اوږدو کې ترلاسه کړي، په دې سربېره د ۶۰ ميليون ډالرو په اندازه نور حکومتي قراردادونه هم کنګل شوي دي».
دغه کاري ځواک ويلي، چې د پوهنتون ادارې د ټرمپ هغه غوښتنې و نه منلې، چې د هغو محصلانو په ضد د سزا اقدامات وکړي، کوم چې د غزې د جګړې په ضد دي. ټرمپ دغه راز غوښتي وو، چې پوهنتون دې په هغو لاريونونو کړۍ راتنګه کړي، چې فلسطين کې د اسرائيلي اشغال په ضد غږ پورته کوي.
په ورته وخت کې د امريکا د پوهنې وزارت خپلې مرستې په همدې پورې تړلې بللې او ويلي دي: «اوس د دې وخت دی چې پوهنتونونه د دې ستونزې په ضد په جدي ډول د پام وړ ګامونه پورته کړي او هدفي بدلون ته پابند پاتې شي، که چېرې غواړي چې د ماليه ورکوونکو له ملاتړه برخمن اوسي».
د الجزيره عربي له راپور سره سم د الن ګاربر پوهنتون رئيس د محصلانو، پروفيسرانو او کارمندانو په وړاندې د ټرمپ د حکومت اقداماتو ته په کتو ويلي، چې حکومت غواړي په پوهنتونونو ولکه ټينګه کړي.
د غزې د جګړې په ضد امريکا او نوره نړۍ کې لاريونونه له کولمبيا پوهنتونه پيل شول او له ۵۰ ډېرو پوهنتونونو ته وغځېدل، پوليسو د دې لاريونونو په ترڅ کې تر اوسه له درېیو زرو ډېر وګړي بنديان کړي دي، چې ډېری يې محصلان او د تدريسي پلاوي غړي دي.