د اسرائیلو دفاعي ځواک مشر کابینې ته: غزه کې د جګړې په اړه خیالي تصورات پرېږدئ
د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو «IDF» مشر ډګر جنرال ایال ضمیر د ملي امنیت کابینې غړو ته په غزه کې د سرتېرو د کمښت خبرداری ورکړی او زیاته کړې ده، چې د جګړې ډګر ګټلو لپاره دې خیالي تصورات پرېږدي.
آل اسرائیل نیوز د معتبرو سرچینو په بنسټ وایي، نوموړي ته د یادې دندې سپارلو په مهال پلان و، د ټولې غزې نیولو په موخه لویه حمله ترسره کړي.
ضمیر د همدې حملې د پلان په اړه ویلي، چې د پوځیانو او نظامي توکو کمښت په اوسني وضعیت کې ورته د منلو وړ نه دي.
سرچینه وايي، په ورته مهال غزه کې د حماس جهادي غورځنګ پر خپلو وړتیاوو تمرکز کوي او د خپلو استخباراتي راپور په بنسټ زیاتوي، چې دا مهال دغه غورځنګ د یحیی السنوار په څېر پیاوړو قوماندانو په ګډون ۲۰ زره سرتېري لري.
راپور کې راغلي، غزه کې د اسرائیلو کمزورې جګړې ته په کتو له حماس د جګړې ډګر ګټل ممکن کلونه دوام وکړي.