ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت بودیجې کمولو او ۲۷ ډیپلوماتیکو څانګو د تړلو هڅه کوي

ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت بودیجې کمولو او ۲۷ ډیپلوماتیکو څانګو د تړلو هڅه کوي نړۍ
د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

څلورو امریکايي چارواکو پرون دوشنبه ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه اداره هڅه کوي د بهرنیو چارو وزارت بودیجه نږدې نیمايي ته راکمه او د نږدې ۳۰ ډیپلوماتیکو ادارو ځېنې څانګې وتړي.

رویټرز خبري اژانس د لیدلو سندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت بودیجې کمېدل به راتلونکي مالي کال کې پیل او لسګونه هغه ډيپلوماتیک ماموریتونو به وتړل شي چې په اروپا او افریقا کې دي.

اژانس ویلي، دا چاره به په بهرنیو مرستو هم بده اغېزه ولري.

راپور کې راغلي، امریکا کې د ټرمپ او د هغه ځانګړي سلاکار ایلان ماسک چې دا مهال د امریکا د DOGE یا موثریت ادارې مشر دی د تېرې فبروري میاشت کې د یوسایډ یا د امریکا د نړېوالې پراختیا ادارې دروازې تړل پیل کړل، چې په مهال یې شاوخوا ۵ زره پروګرامونه بند شوي او زرګونه کارکوونکي په کور ناست دي.

ډونالډ ټرمپ امریکا کې د بیا واکمنېدو سره سم مشهور ملیاردر ایلان ماسک، چې دا مهال د موثریت ادارې (ډوج) مشري کوي ورته د حکومتي لګښتونو کمولو په برخه کې پراخه ازادي ورکړه.

تړلي موضوعات