حوثيانو په اسرائیلي پوځي اډو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي
د یمن حوثیانو انصار الله ویاند یحیی سریع ويلي، چې د اسرائیلي دښمن پر ضد یې ځانګړي پوځي عملیات ترسره کړي چې دوه بالستیک توغندي یې په کې کارولي.
نوموړی وايي، چې د «ذو الفقار» په نوم توغندي سره يې د اشغال شوي فلسطين یافا سیمه کې د « بن ګوریین» هوایي ډګر په نښه کړی.
د سريع په وینا د «فلسطین ۲» توغندي په وسیله يې د اسدود ختیځ کې د «حتس» توغندیو دفاعي سیستم او د «سودت میخا» پوځي اډه په نښه کړې ده.
يحيي سريع همداراز زياتوي چې د اشغال شوي عسقلان سیمه کې يې د دښمن یو حیاتي هدف د بې پیلوټه الوتکې په وسیله ویشتلی دی.
د یادونې وړ ده چې د حوثيانو برید داسې مهال شوی چې په اسرائيلو (اشغال شوي فلسطين) کې صهيونيستان د الفصح په نوم اختر نمانځي او په ټولنيزو رسنيو کې خپرو شويو ويډيويي صحنو کې ښکاري چې سلګونه اسرائيلي وګړي د خطر زنګ په وهلو سره خوندي سيمو ته تښتي.