د حماس پوځي څانګه القسام: د غزې رفح ښار ختيځ ابو الرس سيمه کې مو ګڼو اشغالګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د حماس پوځي څانګه القسام: د غزې رفح ښار ختيځ ابو الرس سيمه کې مو ګڼو اشغالګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې نړۍ
انځور ارشیف

د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې القسام ويلي، ځواکونو يې هغه اشغالګر پوځيان په نښه کړي، چې د رفح ختیځ د ابو الرس سيمې ته ننوتلې وو.

الجزيرې ټلوېزیون د القسام له قوله ویلي، دغه پوځیان يې له چاودېدونکو توکو ډک کور د الوځنې په پايله کې په نښه کړي، چې يو شمېر يې وژل شوي او ټپيان دي. 

حماس داسې مهال د اشغالګرو ځواکونو د په نښه کولو خبر ورکړى، چې تر دې وړاندې هارتس په نوم اسرائیلۍ ورځپاڼې ويلي وه، چې حماس خپلو نظامي ليکو ته ۴۰ زره نوي سرتېري جذب کړي او متخصصین يې د بمونو په توليد لګيا دي.

تړلي موضوعات