د اسلامي امارت مشرتابه: د هیڅ ډول امتیاز په بدل کې به د نړېوالو نامشروع غوښتنو ته تسلیم نه شي

د اسلامي امارت مشرتابه: د هیڅ ډول امتیاز په بدل کې به د نړېوالو نامشروع غوښتنو ته تسلیم نه شي افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

د اسلامي امارت مشرتابه چې کندهار کې یې د حجاجو کرامو معلمینو ته په جوړ شوي سیمینار کې خبرې کولې وویل، قصاص د بشري حقونو خلاف کړنه نه بلکې د اسلامي شریعت یو اصل دی.

د اسلامي امارت مشرتابه د نړېوالو له لوري افغانستان کې د قصاص په اړه شویو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، شل کاله یې جهاد او مبارزه د دې لپاره کړې، چې د الله پر ځمکه د خدای حکمونه عملي کړي.

د اسلامي امارت زعیم وړاندې ویلي، نړېوال غواړي چې د اسلامي احکامو پر ځای د دوی غوښتنې عملي شي په خبره یې، نړېوال باید د مسلمانانو له عقیدې سره لوبې ونه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د هیڅ ډول امتیاز په بدل کې به د نړېوالو غوښتنو ته تسلیم نه شي.

د اسلامي امارت مشرتابه حجاجو معلمینو ته په خطاب کې وویل، چې د حاجیانو اړتیاوو ته دې په وخت رسېدنه وکړي او د حج پروسه دې په ښه ډول مدیریت کړي.

تړلي موضوعات