ایران کې د ارایشي لوازمو فابریکه کې چاودنې ۵۳تنه ټپیان کړي

ایران کې د ارایشي لوازمو فابریکه کې چاودنې ۵۳تنه ټپیان کړي سیمه
په دې چاودنه کې ۵۳تنه ټپیان شوي

ایراني رسنیو خبرورکړی، چې د ایران البرز ولایت کې د ارایشي لوازمو په یوه کارخونه کې د ګازو ډبې چاودنه کړې.

العربیه خبرياژانس د البرز ولایت د روغتيایي مسئولینو له قوله خبر ورکړی، چې په دې چاودنه کې ۵۳تنه ټپیان شوي چې د یو شمېر ټپیانو صحي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

په همدې حال کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دغې فابریکې ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

دا چاودنه داسې مهال رامنځته کېږي، چې څو ورځې وړاندې هم د دې هېواد په کرمان ښار کې په دوو غبرګو چاودونو کې تر ۳۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د داعشي خوارجو ډلې د دې چاودونو مسئولیت په غاړه اخیستی وو.

تړلي موضوعات