افغان سفیر پاکستاني چارواکو سره د کډوالو ستنولو پرېکړې ناوړه پایلو په اړه خبرې کړې
پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، افغان سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان لومړي وزیر سلاکار او د دفاع پخواني وزیر پروېز خټک سره کتلي دي.
یاد سفارت ویلي، دې کتنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت، د کډوالو په اړه د پاکستان حکومت د وروستۍ پرېکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره یې په پایلو خبرې شوې دي.
همداراز دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو برخه کې د شته ستونزو په اړه نظرونه تبادله شوي دي.
د پاکستان حکومت له لوري افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل له پوره کېدو سره سم له یاد هېواده له کومې همغږۍ پرته د کډوالو ویستلو لړۍ پیلېدو وروسته د افغان حکومت رئیس الوزراء په ګډون په نړېواله کچه د پاکستان دغه اقدامات وغندل شول او له دغه هېواده یې په جبر د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه.