حماس جهادي غورځنګ: اشغالګر به د جګړې له لارې خپلو غوښتنو ته ونه رسېږي
حماس جهادي غورځنګ وايي، هغه څه چې اشغالګر يې د خبرو اترو له لارې نه شي ترلاسه کولى د جګړې او جنایت له لارې به يې هم ترلاسه نه کړي.
حماس د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره غوښتنه کړې، د نړۍ په هر کونج کې باید خلک په غزې تړانګه کې د يرغل درولو لپاره په پراخو او قهرجنو لاریونونو کې برخه واخلي.
ياد غورځنګ زياته کړې، د اشغال پر وړاندې د راپورته کېدو او په لوېدیځه غاړه کې د تماس د ټولو نقطو له منځه وړلو پرته بله چاره نشته.
حماس داسې مهال له خلکو د اشغال د پاى ته ورسېدو لپاره د پراخو لاریونونو غوښتنه کړې، چې دا مهال د امریکا په ټولو ايالاتونو کې د ټرمپ حکومت د ناسمو سياستونو پر ضد لاريونونه راوتلي، چې د راپورونو له مخې ښايي د ټرمپ د استيضاح لامل شي.