سرپل کې څه باندې ۳ زره ۳ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې

سرپل کې څه باندې ۳ زره ۳ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې افغانستان
انځور ارشیف

عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د سرپل ولایت د الجهاد ولسوالۍ په نيمدان او مجر ساحو کې د ۳۳۳۵ جریبه ځمکو دوسیې څېړلې دي.

 وزارت ویلي، چې دغه ځمکې تر هر اړخیزې څېړنې وروسته د تخنیکي هئیت له لوري امارتي پېژندل شوې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې د سرپل ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

اسلامي امارت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په موخه یو کمېسیون ټاکلی، چې په ټول هېواد کې له غصب څخه د دولتي او غیري دولتي ځمکو د راګرځولو هڅې کوي.

تړلي موضوعات