امریکا افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت کې د قطر د رول ستاینه کړې

امریکا افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت کې د قطر د رول ستاینه کړې سیاست
انځور ډیزاین حریت راډیو

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د قطر لومړي او بهرنیو چارو وزیر محمدبن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره په ټیلفوني اړیکه کې په افغانستان کې د امریکايي زنداني خوشي کېدو کې د قطر له هڅو ستاینه کړې.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، مارکو روبیو په سیمه او افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت برخه کې د قطر د رول ستاینه کړې.

تر دې وړاندې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وروستیو پرمختګونو او امریکایي بندي ازادېدو برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو له کبله د قطر او متحده عربي اماراتو له مهم رول منندویي کړې وه.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته بشپړ امنیت ټینګ شوی او د افغانستان اوسني حکومتي چارواکو تل ټینګار کړی، چې چاته به اجازه ورنه کړي افغانستان کې موجود امنیت اخلال او یا له همدې ځایه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

تړلي موضوعات