د اور وژنې پولیسو ۱۹۶ نقلیه وسایط تازه ترمیم شول

د اور وژنې پولیسو ۱۹۶ نقلیه وسایط تازه ترمیم شول افغانستان
د اطفایي ریاست له لوري رغول شوي د اور وژنې وسایط

‏د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی ریاست د تخنیک منسوبینو ۱۹۶ ‌‌‌ډول ډول د اور وژنې وسایط چې د اور وژنې موټرونه، تېز رفتاره موټرونه او د مرکز او ولایتونو امبولانسونه چې غیري فعال وو ترمیم او د پولیسو ګټه اخېستو ته چمتو شول.

‏کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې یاد وسایط د ګټه اخېستو او د اور وژنې د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د هېواد پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عملیاتي مدیریتونو او امریتونو ته وسپارل شول.

د یادونې ده، چې هېوادوال د حکومت د اور وژنې او پېښو ته رسېدو ټیمونو څخه خوښ دي او اورلګېدونو پر وخت مهار برخه کې یې کړنې ستایي.

تړلي موضوعات