تېره اونۍ څه باندې ۹ زره منسوبین له نظامي او مسلکي زده کړو فارغ شوي

تېره اونۍ څه باندې ۹ زره منسوبین له نظامي او مسلکي زده کړو فارغ شوي افغانستان
د اسلامي ملي اردو منسوبین

د ملي دفاع وزارت د وړاندې شویو شمېرو له مخې تېره اونۍ د یاد وزارت اړوند قول اردوګانو او ښوونیزو زده کړو مرکزونو ۹ زره ۲۴۲تنه منسوبین له نظامي او مسلکي زده کړو فارغ شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې فارغ شویو منسوبینو ته څو میاشتنۍ عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.

پوځي شنونکي د هرې ورځې په تېرېدو د اسلامي ملي اردو پیاوړتیا ښه ګام بولي.

دغه شمېر منسوبین وروسته له هغې د فراغت سندونه ترلاسه کوي، چې د وسله وال پوځ لوی درستیز څو ورځې وړاندې وویل، له هیڅ هېواد سره د جګړې نیت نه لري، خو هر ډول تجاوز ته به پرېکنده ځواب ورکړي.

د یادونې ده، چې لا هم د هېواد په ښوونیزو مرکزونو کې په زرګونو منسوبین په نظامي مسلکي زدکړه بوخت دي.

تړلي موضوعات