کابل کې د راستانه شویو کډوالو لپاره کېمپ جوړ شوی

 کابل کې د راستانه شویو  کډوالو لپاره کېمپ جوړ شوی افغانستان
کابل کې تازه جوړ شوی پنډغالی

پلازمېنه کابل کې له پاکستان راستانه شویو افغان کډوالو لپاره کېمپ جوړ شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې دا لنډ مهاله کېمپ د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د حکم پر اساس او د کابل امنیه قومندانۍ په همکارۍ د کابل پۀ شمالي ترمینل کې جوړ شوی دی.
د خالد ځدراڼ په خبره، چې دې پنډغالي کې راستانه شویو کډوالو ته د اوسېدو، خوراک، څښاک او درملنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
یاده دې وي، چې افغان حکومت کډوالو ته د سرپنا په موخه په ننګرهار، کندهار، پکتیا، اروزګان او زابل ولایتونو کې پراخ پنډغالي جوړ کړي، چې له ټولو لومړنیو اسانتیاوو څخه برخمن دي.

تړلي موضوعات