بلوچستان کې د پوځ پر کاروان برید، ۹۰ پوځیان وژل شوي

بلوچستان کې د پوځ پر کاروان برید، ۹۰ پوځیان وژل شوي سیمه
بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو تازه بریدو

پاکستاني رسنیو ویلي، د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د یکشنبې په ورځ د پوځیانو په لېږدونکو بسونو برید شوی او شاوخوا ۹۰ تنه پوځیان وژل شوي.

د بلوڅ د ازادۍ غوښتونکي غورځنګ د دې برید مسؤلیت په غاړه اخېستی او ویلي یې دي، د دوی یوه ځان وژونکي بریدګر د بلوچستان نوشکي سیمې کې د پوځيانو پر قافلې برید کړی یو بس یې په بشپړ ډول له منځه وړی.

سرچېنې لیکلي، له برید وروسته بلوڅ ازادي غوښتوونکو وسله والو نور بسونه نیولي او ټول یې ۹۰ پاکستاني سرتیري یو یو په نښه کړي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، په اتو بسونو کې سپاره دا پوځيان کورونو ته په رخصتۍ روان وو، چې برید سره مخ شول. 

شنونکي وايي، بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستان حکومت څخه د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په موخه په هغه هېواد کې پر پوځیانو بریدونه زیات کړي.

بلوڅ ازادي غوښتوونکو څو ورځې وړاندې بولان سیمه کې پر یو رېل ګاډي له چاودنې وروسته برید وکړ چې د دوی په خبره ۲۱۴ پوځيان یې ووژل، له هغه برید وروسته پاکستاني پوځيانو د بلوچستان په ډېری سیمو کې نظامي عملیات پیل کړی چې ان ملکي وګړي یې هم په نښه کړي.

تړلي موضوعات