د دهلې بند پرچاو شوې اوبه کنټرول او تنظیم شوې

د دهلې بند پرچاو شوې اوبه کنټرول او تنظیم شوې افغانستان
د کندهار دهلې بند پرچاو شوې اوبه

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت د دهلې بند پرچاوې شوې اوبه یې تنظیم او کنټرول کړې دي.

د یادو وزارت د خبر له مخې د کندهار د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي ټیم د دهلې بند د پرچاو شویو اوبو تنظیم او د ارغنداب رود او لویې ویالې کې د اوبو وېش ترسره کړی.

دغه راز اړوند والسوالیو کې د ویالو ته د اوبو په تناسب او دحقابې اصولو سره سم اوبه ورکړل شوې او د اوبو زیاتولي او کموالي هم ورسره تنظیم او کنټرول شوی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې به د دهلې بند اوبه تر پرچاو وروسته تر ډېره ضایع کېدلې، خو اوس د حکومت لخوا تنظیم او وېشل کېږي.

تړلي موضوعات