حیفا کې ۶ اسرائیلي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې اشغالي فلسطین حیفا ښار کې د یوه برید په پایله کې یو اسرائیلی وژل شوی او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د اسرائیل پولیسو ویلي، دغو کسانو ته د ډزو او چاقو په وسیله برید کې مرګ ژوبله اوښتې، چې د ټپیانو له ډلې د درېیو تنو وضعیت نازک دی.
ویل کېږي دغه برید د حیفا مرکز د ښاري بسونو تمځای کې رامنځته شوی چې پولیسو د بریدګر د هویت په اړه څه نه دې.
پولیسو ویلي، چې بریدګر له دوی سره په نښته کې ژوند بایللی.
دغه برید وروسته له هغې کیږي، چې تازه صهیونیستي رژیم غزه کې د بشري مرستو مخنیوی کړی او هڅه کوي، چې پر حماس جهادي غورځنګ د خپلو شرایطو منلو لپاره فشار راوړي.