۱۱میاشتو کې ۲۹۶ زره ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې تېرو ۱۱میاشتو کې ۱۲ بهرنیو هېوادونو ته د ۱۴۳میلیونه او ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه اندزه تازه میوه امریکا، پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، چین، انګلستان، هالنډ، فرانسې، اسټرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا ته صادره شوې ده.
دغو مېوو کې مڼې، انار، انګور، تازه انځر، زردالو، ګیلاس، توت، خټکي، شاه توت، هندواڼې او نورې مېوې شاملې دي.
د یادونې ده، چې تېرو درېیو کلونو کې د نړېوالو بندیزونو سره سره له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې غوړېلې، چې ورسره بهر ته د افغانستان صادرات هم زیات شوي دي.