تېره میاشت یې ۱۲۴ ټانکره ټیټ کیفیته وارد شوي نفتي توکي بېرته ګرځولي
مالیې وزارت په اېکس پاڼه تازه ویلي، تېره میاشت یې د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست، چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې هېواد ته د وارېدونکو نفتي توکو کیفیت معلوموي د تېرې سلواغې میاشت کې یې د نیمروز او فراه ولایتونو له ګمرکونو ۱۲۴ ټانکره ټیټ کیفیته وارد شوي نفتي توکي بېرته مسترد کړي.
وزارت وايي، په دغو نفتي توکو کې ۸۸ ټانکره ډیزل د فراه له ګمرک او ۳۳ ټانکره ډیزل او ۳ ټانکره مایع ګاز د نیمروز له ګمرک څخه مسترد شوي دي.
سرچینه وايي، د مالیې وزارت هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو ته کار کوي او په کلکه د بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوي کوي.