کرمان ښار کې د تېرې چهارشنبې ورځې چاودنو عاملین نیول شوي

کرمان ښار کې د تېرې چهارشنبې ورځې چاودنو عاملین نیول شوي سیمه
کرمان ښار کې د تېرې چهارشنبې ورځې چاودنو عاملین نیول شوي

د ایران تسنیم دولتي خبرې اژانس خبر ورکړی، چې د ایران پولیسو کرمان ښار کې د تیرې چهارشنبې ورځې د مرګونو چاودنو څو تنه عاملان نیولي، چې یو یې د تاجکستان اوسېدونکی دی او د بل هغه یې تراوسه هویت نه دی څرګند شوی.

تېره ورځ د ایران کورنیو چارو وزارت هم ویلي وو،چې استخباراتي ادارې یې توانېدلې ترڅو د یادې مرګونې پېښې عاملین پیدا او ونیسي.

د ایران په کرمان ښار کې تیره چهارشنبه د سپاه پاسدران پخواني قومندان قاسم سلیماني څلورم تلین سره سم په غبرګو چاودنو کې تر ۳۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم تر دغو چاودنو دوه ورځې وروسته د داعش ډلې د یادو چاودنو مسئولیت په غاړه واخیست خو ایراني چارواکو په ځانګړي ډول د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي امریکا او اسرئیل تورنوي ، چې د داعش په مشرۍ د تروریستي سازمانونو ملاتړ کوي.

د یادونې ده، چې د قربانیانو د جنازې  مراسمو کې د ایران ولسمشر او د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو قوماندان حسین سلامي د «غچ اخیستنې» ژمنه هم کړې ده.

تړلي موضوعات