د پکتیا ډنډې پټان له لارې لسګونه کورنۍ افغان کډوال راستانه شول
د دې ولایت ځايي مسؤلین وايي، چې د ډنډې پټان ولسوالۍ خرلاڅي لار د افغان کډوالو پر مخ پرانېستل شوې او تېره ورځ لومړۍ چوپه افغان کډوال د دې لارې څخه هېواد ته راستانه شول.
د مسؤلینو په خبره، چې یادو راستانه شویو هېوادوالو لپاره د اوسېدو کمپ جوړ شوی او د روغتیا، ترانسپورټ، مخابراتو، خوراک او نورې ګڼې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
ځايي مسؤلین زیاتوي، چې تېره ورځ د خرلاڅي لارې څخه ۴۴ کورنۍ چې شاوخوا ۳۵۰ تنه کېږي، راستانه شوي دي.