حماس ۶ ژوندي او ۴ مړي د یوې تبادلې په صورت کې سره صلیب ته سپاري
حماس جهادي غورځنګ خبر ورکړی، چې سبا پنجشنبه ۴ وژل شوي اسرائیلي او شپږ ژوندي بیا د راتلونکې شنبې په ورځ سره صلیب ته سپاري.
د حماس سیاسي دفتر غړي خلیل الحیه تېر ماښام د دغو کسانو د سپارلو خبر ورکړی دی.
د نوموړي له قوله انادولو ترکي اژانس ویلي، چې دغه بندیان به د یوې تبادلې په صورت کې سپارل کیږي.
دا چې د دې په بدل کې څومره فلسطیني بندیان خوشې کیږي په تړاو یې دقیق معلومات نه دي ورکړي.
نوموړي ویلي، چې ۴ اسرائیلي مړي به د کب میاشتې په دویمه او پاتې ۶ اسرائیلي به د کب په څلورمه خوشې شي.
یاده دې وي، چې دا به غزه کې د اوربند لومړي پړاو د بندیانو اوومه تبادله وي چې ترسره کیږي.