د اوکراین له برخلیک بې واکه زیلنسکي؛ له نوموړي پرته د اوکراین سولې خبرې پیل شوې
نړېوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د ریاض په کوربتوب الدرعیه ماڼۍ کې اوکراین جګړې په اړه د امریکا او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو ناسته پیل شوه.
العربیه خبرې شبکې ویلي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او روسي سیال یې سرګي لاوروف چې تېره ورځ د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللي چې دې ناسته کې مهمې خبرې اترې وکړې.
دغه خبرې چې د اوکراین له شتون په پرته د روسیې او امریکا ترمنځ پیل شوې سرګي لاوروف مهمې بللې دي.
دغه خبرې داسې مهال پیلېږي چې تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي ویلي و، دغو خبرو کې برخه نه اخلي و پایلې یې هم ورته د منلو وړ نه دي.
زیلنسکي د دوی له ګډون پرته هر ډول ترسره کېدونکې خبرې اترې به بې پایلې بللې دي.