امریکايي سناتورانو د غزې اشغال په اړه د ټرمپ پلان رد کړ!
امریکايي سناتورانو د غزې اشغال په اړه د ټرمپ پلان رد کړ او ټینګار یې کړی چې عربي هېوادونه به ورته عملي بدیل ولري.
رویټرز خبري اژانس وايي، د متحده ایالاتو جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام د دوشنبې په ورځ د غزې د نیولو او د فلسطینیانو د وتلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز رد کړی.
سرچینې په راپور کې د ډیموکرات سناتور ریچارډ بلومینټل په حواله ویلي، چې د غزې اشغال یا نیولو پلان د امریکا لپاره هېڅ پېلېدونکی نه دی.
سرچینه وایي، ګراهام چې په کانګرېس کې یو مهم جمهوریت غوښتونکی او د امریکا بهرني سیاست او ملي امنیت مسلو په حل کې مهم رول لري خبریالانو ته ویلي، چې د غزې تړانګې نیول د امریکا غوښتنه نه ده چې تر ولکې لاندې یې راولي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې ټرمپ پرته له دې چې کوم سند ولري ادعا وکړه چې فلسطیني وګړو ورته وړاندیز کړی څو امریکا د غزې بیا رغونې په برخه کې عملي اقدام وکړي.
د امریکا له لوري د غزې تړانګې نیولو پلان سره ګڼو هېوادونو د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګونونه وښودل او د امریکا له لوري د غزې نیول یې قومي تصفیه وبلله.