کاناډا کې د یوې الوتکې نسکورېدو پېښه کې ۱۸ کسان ټپیان شوي

کاناډا کې د یوې الوتکې نسکورېدو پېښه کې ۱۸ کسان ټپیان شوي نړۍ
کاناډا کې نسکوره شوې الوتکه

رویټرز خبري اژانس وايي، د ډېلټا هوایي شرکت یوه الوتکه د کاناډا په تورنټو هوایي ډګر کې د ناستې په مهال لوېدلې چې له ۸۰ مسافرو پکې ۱۸ ټپیان شوي.

اژانس وايي، پېښه پرون دوشنبه رامنځته شوې او د ټپیانو له ډلې د یوه ماشوم په ګډون د درې کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی. 

تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو کاناډايي چارواکو ویلي، چې په تړاو یې څېړنې روانې دي.

بلخوا بیا یو شمېر سرچینو اټکل کړی چې تورنټو هوايي ډګر کې د الوتکې نسکورېدو لامل تېز بادونه دي.

تړلي موضوعات