امریکا پلازمېنه کې د الوتکې او چورلکې ټکر؛ الوتکه سیند ته غورځېدلې
د امریکا فدرالي هوایي چلند ادارې تازه خبر ورکړی، چې د امریکن ایرلاینز یوه الوتکه واشنګټن ډي سي رونالډ ریګن ملي هوایي ډګر ته نږدې د یوې چورلکې سره ټکر شوې ده.
امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې الوتکه له ټکر وروسته پوټومک سیند کې غورځېدلې او د لټون او ژغورنې کښتۍ سیمې ته استول شوې دي.
د امریکا فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي، چې دا سیمه ییزه جټ بمبارډیر CRJ700 الوتکه وه، چې ۷۸ کسانو انتقالولو وړتیا لري.
یادې ادارې ویلي، چې د دې پېښې له امله واشنګټن ډي سي هوايي ډګر کې الوتنې ځنډول شوې، څو بېړني ټیمونه پېښې ته رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا کې د ملکي او نظامي الوتکو د ټکر او نسکورېدو پېښو خبرونه وخت نا وخت ورکول کېږي، چې مالي زیان تر څنګ مرګ ژوبله هم ځان سره لري.