برېښنا شرکت ترکمنستان سره د یو بل کال لپاره د برېښنا پېرولو تړون لاسلیک کړ

برېښنا شرکت ترکمنستان سره د یو بل کال لپاره د برېښنا پېرولو تړون لاسلیک کړ افغانستان
انځور: د افغانستان برېښنا شرک

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې ترکمنستان سره یې د ۲۰۲۵ کال د برېښنا د پېر تړون نوی کړی دی.

 

د دې شرکت عمومي اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي له ترکمنستان څخه د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېر دغه تړون یاد هیواد ته د سفر پرمهال نوی کړی دی.

 

برېښنا شرکت ویلي، چې د دې تړون پر بنسټ به په څلورو مسیرونو (اندخوی، آقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات) کې له ترکمنستان څخه برېښنا اخیستل کېږي.

 

د یادونې ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت تېره اونۍ تاجکستان سره هم د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرولو تړون نوی کړ.

تړلي موضوعات