افغان کډوال د پاکستان په هېڅ ډول سیاسي فعالیت کې ښکېل نه دي

افغان کډوال د پاکستان په هېڅ ډول سیاسي فعالیت کې ښکېل نه دي    افغانستان
پاکستان کې د افغانستان سفارت

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستاني چارواکو له لوري په وروستیو لاریونونو کې د افغان اتباعو نوم اخیستلو او بې ځایه پلمو ته په تازه غبرګون کې ویلي، افغان مهاجر له تشویش سره مخ دي چې ښایي یو ځل بیا په همدې پلمه د پاکستاني پولیسو د ناحقه ځورونې سره مخ شي.

 

د دغه سفارت په وینا، افغان کډوال د پاکستان په سیاسي فعالیتونو کې ښکیل نه دي، تل یې سوله ییز ژوند کړی او د دغه هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې یې ونډه اخیستې.

 

خبر پاڼه کې له پاکستاني لوري غوښتل شوي، چې له داسې خبرو دې ډډه وکړي چې د افغانانو د ځورونې او جبري بې ځایه کېدو لامل ګرځي.

 

 دوی زیاته کړې، دغه ستونزه به د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري  نوره هم زیاته کړي.

 

د یادونې ده، چې پاکستان او ایران کې په بېلابېلو ناسمو پلمو افغان کډوالو د یادو هېوادونو د پولیسو له لوري له ځورونې سره مخ کېږي، چې پایله کې یا زنداني یا په جبر کډوالۍ ته مجبورېږي.

تړلي موضوعات