افغان ټرانس لویې پروژې عملي کېدل د ټولو دخیلو هېوادونو په ګټه دي
د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره کتنه کې ویلي، د افغان ټرانس لویې پروژې عملي کېدل به د افغانستان په ګډون ټولو دخیلو هېوادونو ته ډېرې ګټې ولري.
نوموړي له اداري مرستیال سره په ناسته کې د افغانستان د کانونو استخراج او سوداګریزو توکو ترانزېټ په برخو کې یې د خپل هېواد د لېوالتیا ترڅنګ په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړېکو ټېنګار کړی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال پرون ازبکستان هېواد ته په رسمي سفر تللی او هلته یې د دې هېواد له لومړي وزیر ښاغلي عاروف سره د کتنې پر مهال ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر بل وخت ښه غوړېدلې او دغه اړیکې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د پراختیا لامل شوې دي.