سبا پکتیا کې پر قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق کېږي!
د پکتیا ولایت رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې سبا چهارشنبه د پکتیا مرکز ګردېز ورزشي سټډیوم کې د اسلامي امارت قضايي ارګانونو له لوري په یو تن قاتل باندې د قصاص حکم کولو فیصله تطبیق کېږي.
یاد رسنیز دفتر حکومتي مسؤلینو، مجاهدینو، علماوو او عامو خلکو ته ویلي، چې د دې الهي حکم د تطبیق صحنه کې ګډون وکړي.
یادې سرچینې یادونه کړې، چې د قصاص تطبیق صحنې کې عکس، ویډیوګانې او موبایل راوړل منعه دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته دا څویم قصاص دی، چې پر قاتلینو د اسلامي امارت قضايي ارګانونو له لوري تطبیق کېږي، چې د عامو خلکو تاوده هرکلي سره مخ شوي.