یوناما د COP-۲۹ ناسته کې د افغان پلاوي ګډون لپاره زمینه برابروي
کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې رزا اوتونبایوا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص سره کتنه کې ویلي، هڅه کوي چې د COP-۲۹ غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره زمینه برابره کړي.
رزا اوتونبایوا ویلي، دغه بنسټ به هڅه وکړي، چې COP-۲۹ غونډه کې د افغانستان په اړه ګټورې پرېکړې ونیول شي.
دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان چاپېریال ساتنې وضعیت، د اقلیمي بدلون سره په مبارزې او COP-۲۹ غونډې په اړه خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۹مه کلنۍ غونډه یا COP۲۹ به د روانې میاشتې په ۱۱مه د اذربایجان باکو ښار کې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي.