کونړ کې فرضي کرښې ته څېرمه د پرتو ولسوالیو کتنه وشوه

کونړ کې فرضي کرښې ته څېرمه د پرتو ولسوالیو کتنه وشوه افغانستان
له ډیورنډ فرضي کرښې څېرمه ولسوالیو څارنه شوې

د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې له پرتو ۶ ولسوالیو دا لیدنه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رئیس مولوي غلام صدیق سباوون په مشرۍ وشوه.

 

د وزارت د سرحدي پلټنو رئیس په مشرۍ پلاوي د کونړ ناړۍ، شېګل، دانګام، مرورې، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو په اوږدو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ۱۵۹.۷۷۹ کیلومټره ساحې څخه څار او لېدنه کړې ده.

 

په ورته مهال د کونړ والي قدرت الله ابو حمزه دغې پلاوي سره کتنه کې د سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې خوندیتوب په موخه وخت ناوخت څار یو لازمي امر بللی دی.

 

دې کتنه کې د سرحدي پلټنو رئیس  له سرحدونو او ډیورڼد فرضي کرښې څارنه خپل مسئولیت ګڼلی په خبره یې، د تېرو دوو لسیزو مبارزې په څېر د خپلې خاورې او سرحدونو څخه څارنې او دفاع ته پوره چمتو دي.

 

نوموړي ډاډ ورکړی، چې ورسپارل شوې دنده کې به هیڅ ډول بې غوري ونه کړي.

 

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم یاد پلاوي په پکتیکا، لوګر، خوست او بدخشان ولایتونو کې د سرحدي پولې او ډیورنډ فرضي کرښي څارنه کړې ده.

تړلي موضوعات